د ځان وژنې د مخنیوي نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د ځان وژنې کچه زیاته شوې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
نن (د سپټمبر ۱۰مه) د ځان وژنې د مخنیوي نړیوالې ورځې سره سمون لري؛ خو افغانستان دغه ورځ داسې مهال نمانځي، چې د بېلابېلو لاملونو له کبله د ځان وژنې کچه پهکې زیاته شوې ده.
ټولنیز فعالان وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته د بیکارۍ کچه لوړه شوې، چې له امله یې د ځان وژنې په کچه کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
رسنیو د سرچینو له قوله لیکلي، چې یوازې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په خوست ولایت کې ۳۷ کسانو ځان وژنه کړې ده.
په افغانستان کې مخ پر زیاتېدونکی فقر او بېوزلي، نامعلوم برخلیک، بېروزګاري، کورنی تاوتریخوالی او رواني ستونزې د ځان وژنې د زیاتوالي مهم لاملونه بلل کېږي.
دغه ورځ هرکال په نړۍ کې په دې موخه نمانځل کېږي، چې د ځان وژنې د مخنیوي په اړه خلکو ته هر اړخیزه عامه پوهاوی ورکړل شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې؛ هر کال په ټوله نړۍ کې ۸۰۰ زره کسان ځان وژني، چې په هرو ۴۰ ثانیو کې یو کس ځان وژنه کوي.
دغه سازمان وايي، ځان وژنه که څه هم یوه نړیواله پدیده ده؛ خو تر نږدې اتیا سلنو پورې یې په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې پېښېږي.
د روان ۲۰۲۵زېږدیز کال د لومړۍ میاشتې په پای کې په کندهار کې یوه ځوان د بېروزګارۍ له کبله په فیسبوک کې تر مخه ښې وروسته ځان وژنه وکړه.
د یاد سازمان په باور؛ د ځان وژنې د مخنیوي د نړیوالې ورځې نمانځل کولای شي، چې د دغه پدیدې د مخینوي لپاره د خلکو په منځ کې عامه پوهای عام کړي.
د ځان وژنې د مخنیوي نړیوالې ټولنې په ۲۰۰۳کال کې د لومړي ځل لپاره د روغتیا نړیوال سازمان او د رواني روغتیا د نړیوالې ټولنې په همکارۍ، د ځان وژنې د مخنیوي نړیواله ورځ ونمانځله.