
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې اسرائیلو ته یې پر دوحې د برید اجازه نه وه ورکړې، خو د اسرائیلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو ویلي چې برید یې له سپینې ماڼۍ سره په همغږۍ کړی دی.
ټرمپ پر دوحې پرونی هوایي برید د اسرائیل او امریکا دواړو په ګټه نه دی بللی.
هغه ویلي چې د دغه برید پرېکړه په خپله بنیامین نتنیاهو کړې ده.
پرون ماښام مهال اسرائیلو د قطر په پلازمېنه دوحه کې پر هغه استوګنځي هوایي برید وکړل چې، د حماس مرکچي پلاوی پکې پر خبرو بوخت و.
د راپورونو له مخې چې په دغه برید کې د حماس یو شمېر غړي وژل شوي دي.
په ورته مهال په زیات شمېر هېوادونو دا بریدونه په کلکه وغندل او دا یې د قطر له ځمکنۍ بشپړتیا او ټولو نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله.
بل لورته بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې برید په غبرګون کې نن بیړنۍ غونډه کوي.