افغانستانخبرونهځانګړي برخه

یونېسف د زلزله ځپلو ماشومانو د ملاتړ لپاره د ۲۲ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

  یونېسف د خپل راتلونکي شپږ میاشتني پروګرام د عملي کولو لپاره د کونړ زلزله ځپلو ماشومانو سره د مرستې لپاره له نړیوالو مرستندویانو د ۲۲ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

دغه غوښتنه یې تر ۲۰۰زره د ډېرو ماشومانو د پالنې لپاره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندق ویلي، غواړي د یادو مرستو په مټ په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د زلزله ځپلو ماشومانو او کورنیو بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي.

دغې ادارې ویلي پلان لري، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د ۲۱۲ زره ماشومانو په ګډون ۴۰۰ زره زلزله ځپلو کسانو ته مرستې ورسوي.

یونېسف ویلي، غواړي په راتلونکو شپږو میاشتو کې په چپرهار، نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د بیړنيو روغتیايي خدمتونو د پراخولو ترڅنګ، د پاکو اوبو، خوارځواکۍ پر ضد مبارزه، د نغدي مرستو وېش او د زده کړو د دوام په برخو کې خدمات پراخ کړي.

سرچینې په ټینګار سره ویلي، چې مرستو او روغتیايي خدماتو ته د ښځو او نجونو د خوندي او عادلانه لاسرسي په موخه به د زلزلې له امله زیانمنو سیمو کې په ډېر شمېر ښځینه روغتیايي کارکوونکې وګوماري.