خبرونهنړۍ

روسیې د پولنډ لخوا د هوايي حریم د سرغړونې تورونه رد کړل 

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د روسي بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې په برید کې د پولنډ هوايي حریم په نښه شوی نه وو. 

روسي بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پولنډ لخوا د هوايي حریم د سرغړونې تورونه ردوي او په برید کې د پولنډ حریم نه و، په نښه شوی.

د وزارت په وینا، د روسي ډرونونو واټن له ۷۰۰ کیلومترو کم دی، چې دا د پولنډ لخوا خپاره شوي تورونه ردوي، په داسې حال کې چې د ناټو عمومي منشي هم د دې تورونو د ثابتولو لپاره شواهد وړاندې کولو کې پاتې راغلی. 

روسيې زیاته کړه چې د پولنډ د دفاع وزارت سره د خبرو اترو لپاره چمتو ده.