
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مځې؛ اسرائیلو په تیرو ۷۲ ساعتونو کې د منځني ختیځ ۶ هېوادونه قطر، فلسطین، لبنان، سوریه، تیونس او یمن باندې بریدونه ترسره کړي دي.
اسرائیلو په غزې د بریدونو په ترڅ کې ۵۰ نور فلسطینیان شهیدان کړي، دغه راز یې په یوه ښونځي برید کې ۷ تنه نور یې ټپیان کړي، په ورته وخت کې د ینمن په صنعا او الجوف باندې برید کې ۳۵ تنه یمنیان یې ووژل او ۱۳۰ نور یې ټپيان کړي دي.
په ورته وخت کې اسرائیلو په قطر هم دوه ورځې وړاندې برید وکړ، چې د حماس د غړو په ګډون یې ۶ تنه ووژل.
د را پورونو له مخې؛ اسراییلو د یکشنبې په روځ په لبنان هم برید کړی، چې له امله یې ۵ تنه ووژل شول.
بلخوا د سوریې په حمص باندې اسرائیلو بریدونه ترسره کړي، چې د مرګ ژوبلې دقیق معلومات یې ندي خپاره شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلو د تیونس ساحل ته نږدې فلسطینیانو ته د مرستې د لیږد یوه کښتۍ په ډرون وویشته، چې برید کې عامله روغه پاتې شوې ده.