افغانستاناقتصادخبرونه

افغانستان او قزاقستان د ۱۳۳میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړې وکړې

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وزیر نورالدین عزیزي وايي، غواړي له قزاقستان سره سوداګریزې راکړې‌ورکړې تر ۳ مېلیارده ډالرو پورې لوړې کړي او په همدې موخه اړین فرصتونه برابروي.

هغه دا څرګنونې په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره په ناسته کې کړې دي.

د دې ناستې پر مهال د افغانستان خصوصي سکټور او د قزاقستان د خوراکي توکو ملي شرکت ترمنځ د ۱۳۳مېلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریز تړونونه هم لاسلیک شوي دي.

طالبان زیاتوي چې د دې تړونونو پر بنسټ به هر کال افغان سوداګر نږدې ۶۰۰ زره ټنه غنم، اوړه او نور لومړني توکي له قزاقستان څخه وپېري.

طالبانو‌ په دې وروستیو کې د قزاقستان په ګډون له منځنۍ اسیا سره خپلې اړیکې خوږې کړي او دا بهیر هله نور هم ګړندی شو چې دا ډله د مسکو له لوري په رسمیت وپېژندل شوه.