
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
نیمروز کې د طالبانو ځایي مسوولین وايي، چې د هر اړخیزو ارزونو وروسته، دا څرګنده شوې چې زرنج د اقتصادي، چاپیریالي او سیاسي پلوه د ولایت د پلازمینې لپاره مناسب نه دی.
مسوولینو پرون چهارشنبه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د تخنیکي او حقوقي ادارو له هر اړخیزو ارزونو وروسته پرېکړه شوې چې مرکز د غورغوري سیمې ته ولیږدول شي.
په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې د زرنج چاپیریال له جدي ننګونو سره سره د پاکو اوبو او هوا ککړتیا نشتوالی، د صنعتي فابریکو زیانمنونکي اغیزې او د ښاري پلان جوړونې اصولو سرغړونو سره مخ دی.
د سرچینې په وینا، دې عواملو نه یوازې د اوسېدونکو پر ژوند منفي اغېزه کړې، بلکې د نړیوالو چاپیریالي معیارونو سره هم په ټکر کې دی.
په اعلامیه کې راغلي چې غورغوري یوه ستراتیژیکه سیمه ده چې د اقتصادي ودې، ترانسپورت او سوداګرۍ پراختیا ظرفیتونو، پاک چاپیریال، د پراختیا لپاره پراخه فزیکي فضا او بډایه طبیعي سرچینو لپاره مناسبې اسانتیاوې لري.
دا سیمه په راتلونکي کې د لویو او ستراتیژیکو پروژو پلي کولو وړتیا هم لري.