افغانستاناقتصادخبرونه

تېره میاشت څه باندې ۴۰ میلیونه ډالره زیات صادرات شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې په تېر زمري مياشت کې د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴٫۹ ميليون ډالر و، چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په پرتله ۴۰٫۹ ميليون ډالره زیاتوالی په کې راغلی دی.

یادې ادارې نن(شنبه) دا خبر خپور کړی دی.

د دې ارقامو له مخې په دغه مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴٫۹ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت یو میلیارد او ۱۹۵٫۶ ميليون ډالرو ته رسېږي.

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې د روان کال په چنګاښ کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۴ میلیون ډالر و د ارقامو تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې د صادراتو ارزښت د روان کال د چنګاښ میاشتې په پرتله ۴۰٫۹ ميليون ډالره زیاتوالی ښیي.

له دې سره د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ کې د هېواد د وارداتو ارزښت یو میلیارد او ۱۹۱٫۱ ميليون ډالرو ته رسېده، چې د روان کال په زمري مياشت کې د تېرې میاشتې په پرتله ۴٫۵ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی پکې راغلی دی.

د یادونې وړ ده چې، تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه شوي دي.