افغانستانخبرونه

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت معین هند ته تللی

کابل ټیلیګراف – ۲۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د عامه روغتیا وزارت د درملو او خوراکي توکو معین حمدالله زاهد د طبي خدماتو او درمل‌جوړونې په اړه یوه نندارتون کې د ګډون لپاره هند ته تللی دی.

به ورته وخت کې را پورونه وایي، چې  هند به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي د سفر بندیز څخه د معافیت غوښتنه وکړي.

ټاکل شوې وه، چې امیر خان متقي هند ته سفر وکړي، خو د ملګرو ملتونو د بندیز له امله یې د پاکستان وروسته د هند سفر هم لغوه شو.