افغانستانخبرونهځانګړي برخه

د طالبانو حکومت ته د پاکستاني لومړي وزیر خبرداری: یا موږ واخلئ یا ټي.ټي.پي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان لومړي وزیر په دغه هېواد کې د نا امني تر ډېرېدو وروسته د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې په داسې شرايطو کې بايد طالبان يو انتخاب ولري چې یا بايد ټي.ټي.پي خپله کړي او يا هم د پاکستان حکومت سره اړیکې پياوړې کړي.

شهباز شریف په داسې حال کې چې د پاکستاني پوځ د ۱۲ سرتېرو د جنازې په مراسمو کې يې ګډون کړی و، دا څرګندونې وکړې. دغه پوځيان پرون د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک وسله والو په يوه برید کې ووژل شول.

د پاکستان لومړي وزیر د طالبانو حکومت تورن کړی چې د هند په ملاتړ پاکستان کې جنګېدونکې وسلوالې ډلې تقويه کوي.

هغه ويلي، هر څوک چې د پاکستان خلاف جنګيالي تقويه کوي، سخت ځواب به ورکړي.

هغه همداراز د خپل هېواد په بريدونو کې افغانان ښکېل بللي او حکم یې کړی چې غیر قانوني کډوال ژر وباسئ.

دا لومړی ځل نه دی چې شهباز د خپل هېواد د نا امني مسوول افغانستان ګڼي، بلکې له دې وړاندې یې هم بار با افغانستان تورن کړی دی.

د طالبانو حکومت د نننيو څرګندونو په اړه څه نه‌دي ويلي، خو له دې وړاندې یې دغه ډول څرګندونې بې