افغانستانځانګړي برخهراپورونه

کونړ او ننګرهار کې زرګونه زلزله ځپلي لاهم بې سرپناه او سخت ژوند لري

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په ختیځو ولایتو کې لسګونه زره کورنۍ، چې د وروستیو زلزلو له امله بې‌کوره شوي، لا هم بې‌سرپناه ژوند کوي.

غرنۍ سیمه، نړېدلي کورونه او د مرستو د نه‌ رسېدو ستونزو د دوی ژوند لا پسې سخت کړی دی.

د کونړ او ننګرهار زلزله ځپلي وایي، له پېښې څو اوونۍ وروسته لا هم تر اوسه د مړو څارويو جسدونه په کلیو کې پراته دي چې د هوا د ککړتیا او ناروغیو د خپرېدو لامل ګرځېدلي دي.

احمدګل د ننګرهار د دره نور اوسېدونکی دی وایي، په سخت وخت کې له خپلې کورنۍ سره تر شنه آسمان لاندې شپې او ورځې سبا کوو.

هغه وایي ماشومان مې ناروغان دي او ډوډۍ پیدا کول هم ستونزمن شوي دي او په خبره یې ژمی رانږدې دی او د سرپناه نشتون ته حیران یو.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکو ویلي چې په وروستیو زلزلو کې تر نیم میلیونه زیات خلک له بېلابېلو زیانونو سره مخ کړي دي.

د هغوی په خبره، که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، د ژمي په راتګ سره به د زلزله ځپلو کورنیو ستونزې څو برابره شي.

د کډوالو چارو ځینو کارپوهانو ویلي چې د ختیځ په څو ولسوالیو کې سلګونه کورنۍ اوس په لنډمهاله خیمو کې ژوند کوي، خو د بارانونو او ژمي د یخنۍ په وړاندې هېڅ ډول چمتووالی نه لري.

د هغوی په خبره، که نړیواله ټولنه او طالبان په ګډه پراخ اقدامات ونه کړي، د انساني ناورین وېره لا پسې ډېره ده.

دا اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې په ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول کونړ کې زلزلې تر ۵۰۰۰ زیات کورونه ړنګ کړي او تر ۷ زره زیات کسان یې مړه او ژوبل کړي چې اوس ژوندي پاتې تر سختو شرایطو لاندې بې سرپناه ژوند لري.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزاء اقتصادي مرستیا ملا برادر له زلزلې ۱۲ ورځې وروسته تېره جمعه کونړ ته په خپل سفر کې زلزله ځپلو ته ډاډ ورکړی چې د کورونو د رغولو لپاره د مرستو راټولولو په لټه کې دي.

په داسې حال کې چې نړیوالو میلیونونه افغانۍ مرسته کړې خو لاهم زلزله ځپلو ته د کورونو د جوړولو پروسه نه ده پيل شوې.