خبرونهلوبېنړۍ

د پاکستان او هند د کرکټ مینوالو ته سخت خبرداری ورکړل شوی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال 

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ پولیسو د پاکستان او هند ترمنځ د کرکټ سیالۍ مخکې د دواړو لوبډلو مینه‌والو ته سخت خبرداری ورکړی

په دوبۍ کې د ۲۰۲۵ کال د اسیا کپ پر مهال د بدو الفاظو، تاوتریخوالي یا نژادپالنې په تورد کرکټ مینه‌والو لپاره له ۱ څخه تر ۳ میاشتو پورې بند او تر ۳۰ زره پورې درهم جریمه ټاکل شوې ده.

د دو بۍ پولیسو د پیښو امنیتي کمیټې مشر جنرل سیف محیر المزروعي ویلي، چې د تاوتریخوالي یا بدو الفاظو کارونکو ته به له ۱ څخه تر ۳ میاشتو پورې بند او له ۱۰ زره تر ۳۰ زره درهمه جرمانه وي.

د دوبۍ پولیسو د دواړو لوبډلو مینوالو څخه غوښتي، چې د لوبو پر مهال مثبت او متمدن چلند غوره کړي، او د سرغړونکو پر وړاندې به سمدستي قانوني ګامونه اخیستل کېږي، ترڅو د سټیډیم چاپېریال او د مینه‌والو امنیت خوندي شي.