خبرونهنړۍ

د وینزویلا سره د تاوتریخوالي زیاتېدو وروسته، امریکا په سیمه کې نظامي ځواک زیاتول پیل کړل

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال 

د وینزویلا سره د تاوتریخوالي په زیاتېدو وروسته، امریکا په پورټو ریکو کې ایف-۳۵ الوتکې ځای پر ځای کړې دي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د دې هېواد د کریبین ټاپوګانو په شاوخوا کې نظامي ځواک زیاتول پیل کړي دي.

را پورونه وایي، په دې لړ کې ۵ پرمختللې ایف-۳۵ الوتکې پورټو ریکو ته رسېدلې دي.

تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۱۰ پرمختللو جنګي سټیلت الوتکو د لېږلو اعلان کړی و، چې ویل کېږي د وینزویلا د نشه‌يي توکو کارټلونو پر وړاندې به عملیات ترسره کړي.

را پورونه وايي، د پورټو ریکو د سیبا په ښار کې د نظامي اډې پر مهال د ایف-۳۵ الوتکو ترڅنګ، امریکايي چورلکې، اوسپرې ټرانسپورټ الوتکې او نظامي پرسونل هم رسېدلي دي.