
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
فاریاب ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د دې ولایت په مرکز او د خواجه سبزپوش ولسوالۍ ترمنځ د کوتل کته کمپ په ساحه کې د یوه سراچه او بار وړونکي د ټکر له امله ۶ تنه مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.
دوی زیاته کړې، د دغه پېښې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د یادونې وړده، چې په وروستیو کې په افغانستان کې ترافیکي پېښې په بې سارې ډول زیاتې شوي.
د لویو لارو خرابوالی، ترافیکي قوانینو نشتون، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او یو شمېر نور د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو ستر لاملونه بلل شوي دي.