
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم وزارت مسوولان وايي، د جوزجان ولایت د طوطي میدان د ګازو ساحې د اکتشاف او استخراج چارې نن پیل شوې.
د طالبانو دکانونو او پترولیم وزیر هدایتالله بدري نن (یکشنبه) مزارشریف ښار کې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته وویل، یاد کان ۷۵۰۰ کیلومتر مربع مساحت لري چې له مخکې په کې ۵۰ ساختماني جوړښتونه تثبیت شوي او شاوخوا ۳۰ ژورې څاهګانې لري.
د هغه په وینا، د طوطيمیدان د ګازو استخراج تړون د کانونو او پټرولیم وزارت او ایریلکام شرکت ترمنځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی.
دغه قرارداد له یاد ازبکستاني شرکت سره پخوا لاسلیک شوی او اوس یې عملي چارې پیل شوې.
په ورته وخت کې د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د طوطي میدان د ګازو ساحې استخراج د هېواد د ځان بسیاینې په برخه کې یو ګټور ګام بولي.
هغه وايي، د دغه کان د استخراج چارو په پیل سره به سره له دې چې د نفتي موادو په برخه کې هېواد ځان بسیاینې ته ورسیږي، بهر ته به یې هم د صادراتو زمینه برابره شي.
برادر اړوند شرکت ته په ټينګار سره ويلي، د دغې پروژې چارې په لوړ کیفیت سره پرمخ یوسي او د خلکو د هیلو پوره کولو ته کار وکړي.
ملا برادر له پانګوالو غوښتي چې د تېر په څېر د افغانستان بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي.
بل لورته د افغانستان په چارو کې د ازبکستان ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشوف ټینګار کوي او وايي، د طالبانو حکومت له کانونو په معیاري او ګټوره توګه استفاده کوي.
هغه د افغانستان بېلا بېلو برخو کې د ازبکستان پانګونه د اقتصادي وضعیت ښهوالي او د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو لپاره هڅه بولي.