افغانستانخبرونه

طالبانو د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه ناسته کړې

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

طالبانو په کابل کې د ترافیکي چارو تنظیم او د هېواد په لویو لارو کې د مرګونو ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه ناسته کړې .

د طالبانو تر واک لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دا ناسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي په مشرۍ شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند، کورنیو چارو، ټولګټو، عامې روغتیا وزارتونو او ترافیکو عمومي ریاست استازو ګډون درلود.

په دې ناسته کې په ښارونو او لویو لارو کې د ترافیکي نښو لګول، تاوکښو یا ګولایانو کې د هندارو نصبول، د سړکونو څنډو کې د پټلیو ګارډ، د لویو لارو کرښو ایستل، د نقلیه وسایطو تخنیکي معاینې او موټر چلوونکو د روغتیایي او خوندیتوب کارټونو وېشل د ناستې د بحث مهم موضوعات وو.

دا ناسته داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې دي.

د ترافیکي پېښو د زیاتوالي ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه ‌مراعات بلل کېږي.