افغانستانخبرونهسیمه

اسلام اباد خپل ځانګړی استازی له جدي پیغام سره کابل ته لېږي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په خیبرپښتونخوا کې د ۲۰ پاکستاني سرتېرو تر وژل کېدو وروسته، اسلام‌اباد پرېکړه کړې چې خپل ځانګړی استازی کابل ته واستوي څو د پاکستاني طالبانو (ټي‌ ټي‌ پي) په تړاو د اندېښنو او د وسله والو مخالفانو په اړه د خبرداري پیغام افغان چارواکو ته ورسوي.

په راپورونو کې ویل شوي چې د وروستیو دوو ورځو په ترڅ کې لسګونه پاکستاني عسکر په خیبر پښتونخوا ایالت د ټي‌ ټي‌ پي د جنګیالیو له خوا وژل شوي دي.

له همدې امله د اسلام‌اباد حکومت پرېکړه کړې چې طالبانو ته خپل جدي دریځ څرګند کړي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، په تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی چې له وسله والو ډلو په تره بیا له ټي ټي پي د طالبانو د حکومت دوامداره ملاتړ یا مېلمه پالنه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې جدي خنډ دی.

هغه د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره یو ځای «بنو» ښار ته سفر وکړ، هلته یې د تروریزم ضد بېړنۍ غونډه وکړه او د وژل شویو عسکرو په جنازه کې یې ګډون وکړ.

د پاکستان پوځ ویلي چې د سپتمبر له ۱۰مې تر ۱۳مې پورې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د دوو ترهګر ضد عملیاتو پر مهال ۱۲ پاکستاني عسکر او ۳۵ وسله‌وال وژل شوي دي.

شنونکي بیا په دې باور دي چې وروستیو نا امنیو له پاکستان لاره ورکه کړې او دوی لکه دا متل « اوبو اخیستی ځګ ته هم لاس اچوي» هڅه کوي د هر څه پړه پر پاکستان واچوي.

تازه زلمي خلیلزاد هم پاکستان ته مشوره ورکړې او ورته یې ویلي چې، له ټي ټي پي سره دې د جګړې پرځای خبرې وکړي او ټینګار یې کړی چې جګړه د حل لار نه ده.