
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د برېښنا د لیږد کاسا – ۱۰۰۰ پروژه چې د سیمې په کچه د انرژۍ یوه له مهمو پروژو څخه ده، په پنجشیر ولایت کې د پایپونو په نصبولو سره بیا پیل شوې ده.
د پنجشیر د طالبانو د والي ویاند وايي چې د پایپونو د نصبولو لپاره د ځمکې د استملاک بهیر بشپړ شوی او د هغو ځمکو د مالکانو لپاره چې د پروژې په مسیر کې دي، د تاوان ورکولو بهیر پیل شوی، چې ۳۰۰ کسانو ته به د ۲۵ څخه تر ۳۰ میلیونو افغانیو پورې تاوان ورکړل شي.
د کاسا_۱۰۰۰ پروژه د سیمې یوه له لویو طرحو څخه ده چې موخه یې د منځنۍ آسیا څخه د برېښنا تولید او د افغانستان له لارې سویلي آسیا ته لېږدول دي.