افغانستانخبرونهراپورونه

ځینې خلک د طالبانو له لوري د عشر په نوم له جبري پیسو ټولولو سر ټکوي

کابل ټیلیګراف – ۲۴ وږي ۱۴۰۴ لمریز کال

ځینې کسان وایي چې د طالبانو له لوري د عشر په نوم له جبري پیسو ټولولو په تنګ راغلي او مجبور دي چې خپل عشر یوازې طالبانو ته ورکړي او داسې هم شوي دي چې د یو ځل پر ځای څو څو ځله د طالبانو له لوري ور لېږل شویو کسانو د عشر په نوم پیسې اخیستي دي.

عشر څه دی؟
عشر په اسلامي شریعت کې د مال د یوې ځانګړې برخې نوم دی چې د مسلمان پر ځینو مالونو (په ځانګړي ډول کرنیزو حاصلونو) واجب کېږي.
عشر د لسو برخو یوه برخه ده، یعنې هغه حاصل چې د باران، سیند یا طبیعي اوبو په وسیله خړوب شي، پر هغه باندې عشر (۱۰٪) ورکول کېږي.
که حاصل د لګښت، اوبو ایستلو او زحمت په وسیله خړوب شي، پر هغه باندې نیم عشر (۵٪) ورکول کېږي.
که یو بزګر غنم، جوار یا نور حاصلات ولري چې د باران په اوبو یې خړوب کړي، د هغه لس په سلو کې د زکات په توګه ورکوي.
که د موټرو، ماشین یا بلې وسیلې په لګښت خړوب کړي، نو پنځه په سلو کې ورکوي.
په ساده ژبه: عشر د کرنیزو حاصلاتو زکات ته ویل کېږي.

خلک څه وایي؟
د کابل ښار د ده‌سبز ولسوالۍ یوه اوسېدونکي کابل ټیلیګراف ته وویل چې څه ورځې مخکې یې د خپل انګورو عشر ورکړ، خو تېره ورځ یې د کور شاته د ولسوالۍ کسان ورغلي چې دا عشر باید طالبانو ته ورکړل شي.
هغه وایي چې عشر باید مستحقو کسانو ته او د مال د خاوند په خوښه ورکړل شي او په جبري ډول ټولول یې ناروا کار دی.
دی وایي چې تېره ورځ مجبور شو چې د دویم ځل لپاره خپل عشر طالبانو ته هم ورکړي.

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ یو اوسېدونکی هم وایي: «هر مازدیګر په موټرسایکل سپاره کسان راځي چې موږ ته عشر راکړئ، نه ورسره پارچه وي، نه ادرس وي چې دا څوک او چاته ټولوي.»
دی وایي چې د طالبانو مشران دې د دې کار مخه ونیسي او له خلکو دې په جبري ډول پیسې نه ټولوي.

د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ یو اوسېدونکی هم ورته څرګندونې کوي او وایي چې سږ کال یې درې ځله د عشر په نوم پیسې ورکړي دي.
هغه زیاتوي چې طالبانو د عشر ټولولو لپاره داسې د بد چلند کسان ګمارلي چې خبرې ورسره نه کېږي او باید په هماغه دقیقه پیسې ورته وسپارل شي.
د ده په خبره، دا کار د خلکو او طالبانو ترمنځ شته نفرت نور هم زیاتوي او باید مخه یې ونیول شي.