
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اعلان وکړ چې سږ کال په دې ولایت کې د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ۲ فیصده زیات شوي او له ۱,۳۴۱ میټریک ټنو څخه اوښتي دي.
د دې ریاست مسوولینو ویلي، دغه زیاتوالی د کرنې د میکانیزاسیون، د کروندګرو د روزنې او د مناسبو کرنیزو تخنیکونو د کارولو له امله رامنځته شوی دی.
د لوګر ولایت د بادامو تولید د کورنیو بازارونو او حتی د صادراتو لپاره یوه مهمه سرچینه ده، چې د محلي خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې مهم رول لوبوي.
د کرنې ریاست ژمنه کړې چې د بادامو د تولید د لا زیاتولو او د کروندګرو د ملاتړ لپاره به نورې هڅې هم وکړي، ترڅو دا ولایت د کرنې په برخه کې د یوې نمونې په توګه بدل شي.