
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د بریتانیا له لومړي وزیر «کېیر سټارمر» سره د کتنې په موخه دغه هېواد ته په رسمي سفر تللی.
امریکايي رسنۍ وایي چې، ټرمپ به د دې سفر په ترڅ کې د ټکنالوژۍ او اټومي انرژۍ په برخو کې ځینې هوکړې لاسلیک کړي.
په ورته وخت کې ځینو بریتانیايي رسنیو هم د ټرمپ د سفر په اړه راپورونه خپاره کړي.
په راپورونو کې راغلي چې ټرمپ به له «کېیر سټارمر» سره د کتنې پرمهال په نړۍ کې د وروستیو اقتصادي بدلونونو په اړه هم خبرې وکړي او په ځینو برخو کې به هوکړې لاسلیک کړي.
تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې د امریکا ولسمشر به د بریتانیا له چارواکو سره پر نورو کومو مسایلو بحثونه وکړي.
دا سفر داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې د اروپایي هېوادونو او روسیې اړیکې خورا ترینګلې شوې دي.