خبرونهلوبېنړۍ

له هند وروسته پاکستان هم د اسیا جام سوپر فور مرحلې ته لاره پیدا کړه

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسیایي شل اوریز جام په یوه مهمه لوبه کې پاکستان متحده عربي اماراتو ته په ۴۱ مندو ماتې ورکړه او د دغه سیالیو بل پړاو ته یې لاره پیدا کړه.

تر دې وړاندې هندي لوبډلې د غوره رین ریټ او دوو بریاوو له امله دغه پړاو ته لاره پیدا کړې وه.

د پاکستان لخوا شاهین شاه اپریدي د چټکو منډو ترسره کولو او غوره توپ اچونې له امله د تېرې شپې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.