خبرونهنړۍ

امریکا کې د چورلکې غورځېدو پېښه کې ۴ پوځیان ووژل شول

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې په واشنګټن کې یو پوځي مرکز ته نږدې د «بلک‌هاک» چورلکې د نسکورېد له امله ۴ پوځیان وژل شوي دي

د راپورونو له مخې، دا چورلکه د یو تعلیمي ماموریت پرمهال د واشنګټن لوییس – مک کورد ګډ پوځي مرکز ته نږدې غورځېدلې ده.

رسنیو د امریکايي پوځ په حواله راپور ورکړی چې د دې پېښې په تړاو څېړنې پیل شوې دي.

امریکا کې تر دې مخکې هم د نظامي چورلکو د غورځېدو ډېرې پېښې شوې چې له امله یې ګڼ‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

له تېر یو کال راپدېخوا د امریکا په ګډون په ډېرو هېوادونو کې د بېلابېلو الوتکو د سقوط پېښې زیاتې شوې چې ډېری لاملونه یې د هوا خرابوالی او تخنیکي ستونزې ښودل شوې دي