افغانستانخبرونه

ذبیح الله مجاهد: افغانستان په پاکستان کې د نا امنۍ غوښتونکی نه دی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د حکومت ویاند د پاکستان د دفاع وزارت د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان له پاکستان سره د ورورولۍ د اړيکو ساتل غواړي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې چې، افغانستان د پاکستان د ناامنۍ غوښتونکی نه دی.

مجاهد ویلي که د دواړو هېوادونو تر منځ کومه ستونزه رامنځته شي، بايد هغه ستونزه د ورورولۍ په فضا او د خبرو اترو له لارې حل شي.

نوموړي د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعې له مرکز سره په خبرو کې ټينګار کړی او ویلي یې دي چې، يو پر بل تورونه لګول، زور کارول او داسې فضا جوړول چې د ستونزو د حل مخه نيسي، د هېڅ يوه لوري په ګټه نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د دفاع وزیر پرون يو ځل بيا ادعا کړې وه چې د افغانستان له خاورې د دوی پر ضد کار اخيستل کېږي.

تازه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې اسلام‌اباد له افغانستان سره د ورورولۍ اړيکې غواړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو يوازينی اصلي خنډ د ترهګرۍ موضوع ده.

د دغه وزارت وياند شفقت علي‌خان ، ويلي چې طالبان بايد د پاکستان او د پاکستاني طالبانو تر منځ يو انتخاب وکړي.

نوموړي زياته کړې چې دا پيغام له ديپلوماتيکو لارو افغان لوري ته رسول شوی دی.