افغانستانخبرونه

د طالبانو پوهنې وزارت کونړ کې بې کوره ماشومانو ته ۷۲ بابه لنډمهاله ټولګي فعاله کړي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د ‏پوهنې وزارت لیکلي، د کونړ پوهنې ریاست له لوري د نورګل، څوکۍ او خاص کونړ ولسوالیو په کمپونو کې د وروستیو زلزلو له امله بې‌کوره شوو زده‌کوونکو لپاره ۷۲ بابه لنډ مهاله ټولګي فعال شوي.

یاد وزارت کې د طالبانو ویاند منصور احمد حمزه وايي، زده کوونکو ته په دغو ټولګیو کې د ښوونځیو او دیني مدارسو زده‌کړې پیل شوې دي.

نوموړی زیاتوي، چې یادو ټولګیو ته قرطاسیه او نور اړین درسي توکي د “جلال مرستندویه بنسټ” له لوري چمتو شوي دي.

د طالبانو د پوهنې برخه کې مسئولینو ژمنه کړې، چې د زلزله‌ ځپلو ماشومانو لپاره به د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر کړي څو له زده‌کړې محروم پاتې نه شي.

دا ښوونځي داسې مهال فعالېږي چې، وروستۍ زلزلې په ختیځ په ځانګړي ډول کونړ کې سلګونه ماشومان بې کور او بې موره او پلاره کړل.