
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د اروپا په څو مهمو هوايي ډګرونو کې د مسافرو د ثبت پر سيستم سایبري برید شوی.
دغه برید د الوتنو د ځنډېدو او د مسافرو د تګ د بهری د اوږدېدو لامل شوی دی. د برلين د براندنبورګ هوايي ډګر چارواکو ويلي، دا برید په مستقيم ډول د هوايي ډګر پر زيربنا نه دی شوی، خو په غيرمستقيم ډول يې د سيستمونو کار ګډوډ کړی او د مسافرو د انتظار وخت يې زيات کړی دی.
دا پېښه د جمعې ماښام رامنځته شوه او د مسافرو د ثبت د سيستم ځينې برخې يې له کاره وغورځولې.
چارواکي وايي، ځينې الوتنې په ځنډ ترسره شوې او د مسافرو د پورته کېدو بهير د عادي حالت په پرتله ډېر له ځنډ سره مخ دی.
رامنځته شوې ګډوډي يوازې آلمان پورې نه ده محدوده: بلکې د بروکسل هوايي ډګر په جلا اعلاميه کې خبرداری ورکړی چې د دې برید پایلې پراخېدای شي.
په دغه هوايي ډګر کې د مسافرو ثبت په لاسي ډول ترسره کېږي او د ځينو الوتنو د ځنډېدو يا لغوه کېدو احتمال شته.
د هوايي ډګر مديريت له مسافرو غوښتي چې د سفر تر مخه د خپلو الوتنو حالت وڅاري او د نورو ستونزو د مخنيوي لپاره پر وخت هوايي ډګر ته ځانونه ورسوي.
د لندن هيټرو هوايي ډګر هم د دې ستونزې رامنځته کېدل تائيد کړي او هغه يې د څو هوايي کرښو د خدمتونو د چمتوکوونکي شرکت د «تخنيکي ستونزې» پايله بللې ده.
د هيټرو چارواکو ټينګار کړی چې د ګډوډۍ د بشپړ له منځه وړلو هڅې لا هم روانې دي.










