
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د استونیا حکومت ادعا کړې چې د روسيې الوتکې د دغه هېواد په هوایي حریم باندې د خپل سرې ګرځېدو له امله سرغړونه کړې.
د راپورونو له مخې؛ دغه حکومت ویلي، چې روسیې الوتکې پوره ۱۲ دقیقې د دوی په حریم کې پاتې شوي دي، خو د روسيې دفاع وزارت د استونیا د حکومت ادعا رد کړې ده.
د روسيې دفاع وزارت وايي چې زموږ جنګي الوتکې د استونیا هوايي حدودو کې سرغړونه نه ده کړې.
دوی زیاته کړې، روسیې الوتکې د نړیوالو قوانینو له مخې د بالټیک سمندر په غیر مسلح ځای کې الوتنه ترسره کړې ده.
تر دې مخکې هم د روسيې ۲۰ ډرون الوتکې د سپټمبر ۹ او ۱۰ نېټو په منځنۍ شپه د پولنډ په هوايي حریم کې داخلې شوې.
پولنډ او استونیا دواړه د ناټو غړي هېوادونه دي.










