افغانستاناقتصادخبرونه

پنجشېر کې د غوزانو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

پنجشیر کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په روان کال کې په دغه ولایت کې د غوزانو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي.

د یاد ریاست رئیس قاري فضل‌الله دیو بندي رسنیو ته ویلي، چې سږ کال د غوزانو ټول حاصلات ۲۳۰ متریک ټنو ته رسېدلي.

تېر کال دا اندازه ۲۰۰ متریک ټنه وه.
د نوموړي په وینا، دا مهال په پنچشیر ولایت کې پر ۲۲۱ هکټاره ځمکه کې د غوزانو ونې کرل شوې دي.
مناسب اقلیم، د بڼونو پراخوالي، پر وخت اورښتونو او د بڼوالو ملاتړ د غوزانو د حاصلاتو د زیاتوالي مهم عوامل بلل شوي دي.