افغانستانخبرونهځانګړي برخهنړۍ

ټرمپ: که طالبان بګرام اډه راونه سپاري، نو بده پېښه به رامنځته شي

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو وغوښتل، چې د بګرام هوايي اډه ژر تر ژره امریکا ته وسپاري. ټرمپ خبرداری ورکړ:

«که د بګرام هوايي اډه هغو کسانو ته چې دا اډه یې جوړه کړې، یعنې د امریکا متحده ایالاتو ته بېرته ورنکړي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.»

ټرمپ دغه څرګندونې په ټروټ سوشل کې پرون د شنبې په ورځ  کړي.

نوموړي یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې که یاده اډه دوی ته و نه سپارل شي نو بده پېښه به رامنځته شي.

د امریکا ولسمشر په خپل دغه لنډ متن کې د هغه څه په اړه چې «بدې پېښې» یې بللي، نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، چې دوی له طالبانو سره د بګرام هوایي اډې د بېرته نیولو لپاره خبرې کوي.

پرون وال سټریټ ژورنال هم راپور ورکړ، چې امریکایي چارواکي په بګرام کې د ترهګرۍ پر وړاندې د محدود ځای پرځای کولو په اړه «له طالبانو سره د خبرو اترو» په لومړیو مرحلو کې دي.

طالب چارواکو د امریکا د نظامي حضور د بېرته راګرځېدو مخالفت څرګند کړی دی.

طالبانو بیا ویلي، دوی به هېڅکله هم د بګرام هوايي اډه چاته ورنکړي او په دې اړه یې د ولسمشر ټرمپ څرګندونې «له کرکې ډکې» بللې دي.

د بګرام هوايي اډه د کابل شمال ته شاوخوا ۶۵ کیلومترۍ کې د افغانستان یو له تر ټولو لویه اډه ده.

دغه اډه د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته له ۲۰۰۱ کال راهیسې د طالبانو د لومړۍ دورې د رانسکورولو په موخه د امریکايي ځواکونو له لوري ونیول شوه او د دوو لسیزو لپاره د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لویه هوايي او نظامي اډه وه.