خبرونهنړۍ

بریتانيا نن یکشنبه فلسطين په رسميت پېژني

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د بريتانيا لومړی وزير کېير سټارمر به نن د فلسطين د رسميت پېژندلو اعلان وکړي.

سټارمر لومړی ځل د جولای په مياشت کې ويلي وو چې د فلسطين دولت به په مشروط ډول په رسميت وپېژني او يوازې په هغه صورت کې له خپلې پرېکړې تېرېدی شي چې که اسرائيل د اوربند او اوږدمهالې سولې تړون په څېر شرایط پوره کړي.

د فلسطين دولت په رسميت پېژندل به د بریتانيا په بهرني سیاست کې یو لوی بدلون وي.

د بریتانیا پخوانيو حکومتونو به تل ويل چې د فلسطين دولت په رسميت پېژندل بايد د سولې پروسې برخه وي او هغه مهال وشي چې ډېر اغېزناک وي.