افغانستانخبرونه

د افغانستان د یو لویشت خاورې پر سره هم معامله نه شي کیدای

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز د بګرام د بیرته اخیستو لپاره د ټرمپ له هلوځلو سره مخالفت وکړ.

د طالبانو د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وايي، په دې وروستیو کې له ځینو لورو داسې غږونه پورته کېږي، چې ګواکې د بګرام اډې د بېرته ترلاسه کولو په اړه له طالبانو سره تعامل روان دی.

فطرت نن د پیلوټانو یوه فراغت غونډه کې افغانانو ته په خطاب ډاډ ورکړی، چې د یوې لوېشتې خاورې پر سر هم تعامل امکان نه لري.

نوموړي د افغانستان پخوانیو حکومتونو ته په اشارې چې د قدرتونو په ډاډ یې خپل امنیت خوندي کاوه زیاته کړې، له هېچا وېره نه لرو  او دا مو ثابته کړې هم ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې د بګرام هوايي اډې د بیا نیولو په اړه څرګندونې کړي دي.

بل لورته بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې محتاطانه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي دي چې دوی له هېوادونو سره دوه اړخیزې مشترکو ګټو پر اساس مثبتې اړیکوې غواړو.