خبرونهسیمه

پاکستاني جیټ الوتکو د ملکیانو پر کورونو برید کړی او ۲۴ کسان یې وژلي

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

پاکستاني جیټ الوتکو د کوزې پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په تیراه کې د ملکي وګړو پر کورونو برید کړی.

دغه برید تېره شپه شاوخوا دوه بجې شوی.

د رسنیو د راپورونو له مخې په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان وژل شوي دي.

ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې دا برید پاکستاني جیب الوتکو د خیبر ولسوالۍ د تیراه په شاډله سیمه کې پر استوګنیزو کورونو کړی دی.

دوی زیاتوي په دغه برید کې پنځه کورونه په بشپړ ډول له منځه تلللي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر نور ټپیان هم شوي.

تر اوسه د دغه برید له امله د اوښتې مرګ ژوبلې دقیق ارقام نه دي شریک شوي.

ځايي خلک وايي، لا هم تر خاورو لاندې د جسدونو د ایستلو عملیات روان دي او ښایي د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شي.