
کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
راپورونه کاږي چې د محافظه کار د فعال چارلي کرک مېرمنې اریکا کرک د خپل خاوند قاتل ته په دې تړاو جوړه شوې یادغونډه کې بښنه کړې ده.
اریکا په خپلو خبرو کې ویلي چې خاوند یې چارلي غوښتل د ځوانانو ژوند وژغوري، حتا هغه کس هم چې د ده ژوند یې واخیست.
راپورونه زیاتوي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ په ګډون لسګونه زره کسانو اریزونا ایالت کې د کرک د یادغونډې په مراسمو کې ګډون کړی و.
۳۱ کلن چارلي کرک د سپټمبر په ۱۰مه د یوتا وېلي پوهنتون کې په یوې غونډه کې د وینا پر مهال په ډزو ووژل شو.
بي بي فارسي لیکلي چې، ټرمپ له خبرو وروسته له اریکا کرک وغوښتل چې، بیاځلې صحنې ته پورته شي او هغه په غیږ کې ونیسي.










