
کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په چین هېواد کې د زینګ شي جي په نوم یو اتلس کلن ځوان د انټرنیټ په مرسته راکټ جوړ کړی، چې په بریالیتوب سره یې ۴ سوه متره لوړ توغولی دی.
دغه ځوان یاده کارنامه د چین په هُونان ولایت کې ترسره کړې ده.
نوموړي ویلي، د ۱۴ کلنۍ په عمر کې ورته د راکټ جوړولو مینه هغه وخت پیدا شوه، کله یې چې د خپل پلار سره یو ځای د راکټ د توغولو ژوندی بهیر ننداره کاوه.
زینګ ویلي، د چین یو معتبر پوهنتون Shenyang Aerospace University کې یې تازه د هوايي او فضايي انجنیرۍ په څانګه کې ورته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
هغه ویلي، چې د راکټ جوړولو لپاره یې ګڼ شمېر روزنیزې ویډیوګانې د انټرنیټ له لارې کتلي او له دې پرته په دغه برخه کې هیڅ ښوونکی نلري.
دغه ځوان د انټرنیټ له ویډیو ګانو په نورو زده کړو کې د خپلې خور زوړ لېپټاپ بېرته جوړ کړی او د څآرویو له سرې یې نایټریټ جلا کړي.
د را پورونو له مخې؛ هغه پخلنځي کې بوره له اوبو سره ګډه کړې، ترڅو د راکټ لپاره ترې سون توکې جوړ کړي، خو وروسته پوه شو چې دا سون توکي خالص نه دي، نو د ښوونځي د زدهکړو پر اساس یې سرې فلټر کړې او خالص مواد یې ترې ترلاسه کړل.
هغه د PVC پایپونه او سمنټ د راکټ د انجن د جوړولو لپاره کارولي.
د را پورونو له مخې؛ په لومړیو کې د هغه هڅې ناکامې شوې، خو وروسته یې د 3D ماډلینګ او ډیزاین سافټویر زده کړ او یو پخوانی 3D پرنټر یې واخیست.
زینګ په جون ۲۰۲۳ کې د لومړي ځل لپاره د راکټ د ازمویلو هڅه وکړه او خپل پلار او د ښوونځي ملګري یې ورته راوبلل.
د باران له امله لومړنی ازموینه ناکامه شوه، خو بله ورځ یې بریالۍ ازموینه ترسره کړه او راکټ یې پورته ولاړ.
تر ۱۰۰ څخه زیاتو هڅو وروسته، زینګ څلور ډوله انجنونه، ګڼ یو پړاوي او یو دوه پړاوي راکټونه جوړ کړل.
د هغه دوه پړاوي راکټ وتوانېد چې له ځمکې څخه تر ۴۰۰ مترو پورې پورته وخېژي.
د هغه ښوونځي د نوموړي د هڅونې لپاره هغه ته درې نیم زره یوانه پانګه ورکړه او د تجربو لپاره یې ځای هم ورته برابر کړ.
د زینګ کورنۍ هم په بشپړه توګه د هغه د شوق ملاتړ وکړ.
زینګ وایي، اوس پوهنتون ته داخل شوی او غواړي، رااتلونکي کې یو ریښتینی فضايي راکټ ډیزاین کړي.










