
کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال
سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ به نن د اسلامي هېوادونو له مشرانو سره د غزې په اړه ناسته وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې چې په دې ناسته کې به سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر، اردن، ترکیې، اندونیزیا او پاکستان مشران شامل وي.
د راپور له مخې، ټاکل شوې چې ټرمپ به د غزې له جګړې وورسته د غزې د دولت په اړه خپله طرحه هم وړاندې کړي.
دا کتنه داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې د نړۍ ډېرو هېوادونو د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی او دا لړۍ چټکه شوې ده.
بلخوا د اسرائیلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو د هېوادونو له لوري د فلسطین په رسمیت پېژندل غندلي دي، خو د نړۍ هېوادونو بیا په غزه کې د اسرائیلو له لوري روان وضعیت غندلی دی.
د ویلو ده چې لا هم په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو له امله هره ورځ لسګونه کسان وژل کېږي.










