خبرونهلوبې

اسیا جام دوهم پړاو کې نن پاکستان او سریلانکا لوبه لري

کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال

د آسیا جام په دوهم پړاو ( سوپر فور ) کې نن ماښام د پاکستان کرکټ ملي لوبډله  او سریلانکا د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

دواړه لوبډلو په دوهم پړاو کې خپلې لومړنۍ لوبې بایللې دي.

پاکستان وړمه شپه هند ته په یوه په زړه پورې لوبه کې سخته ماته ومنله خو، سریلانکا بیا دوه ورځې وړاندې بنګله دېش ته ماتې منلې ده.

د روان پړاو دوه نورې ګټونکې لوبډلې هند او بنګله دېش بیا په راتلونکې لوبه کې سره مخامخ دي.

افغانستان هم د دې سیالیو ګډونواله لوبډله وه خو، په لومړي پړاو کې له لوبو بهر شوه.