افغانستاناقتصادخبرونه

پاکستان ته د افغانستان صادرات ۵۰ سلنه زیات شوي

کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال

 ‏پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د روان کال اګست میاشت کې ۱۴۳میلیون ډالرو ته رسېدلې.

د رسنیو په راپورونو کې راغلي چې د روان کال جولای میاشتې په پرتله اګست کې پاکستان ته د افغانستان صادرات ۵۰سلنه زیات شوي.

د معلوماتو له مخې همدې موده کې بیا افغانستان ته د پاکستان صادرات ۱۳سلنه کم شوي او له ۱۰۲ میلیونه ډالرو ۸۸ میلیونه ډالرو ته راښکته شوي.

انار، مڼې او انګور پاکستان ته د افغانستان د صادراتو لویه برخه تشکیلوي.

اقتصادي شنونکي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې تل د سیاسي او امنیتي تحولاتو تر سیوري لاندې وي، خو له افغانستانه د پاکستان وارداتو زیاتېدل به راتلونکي کې د دواړو هېوادونو پر اقتصادي همکاریو مثبتې اغیزې وکړي.