افغانستانځانګړي برخهراپورونه

د م.م سرمشریزه کې د درېیو هېوادونو مشران: طالبان دې انساني حقونو ته پاملرنه وکړي

کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په غونډه کې چې په نيویارک کې ترسره شوه د درېیو اسلامي هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د خلکو ژوند او انساني حقونو ته پاملرنه وکړي. دغو مشرانو وویل که په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځته شي، د ښځو او نارینه وو حقونه ورکړل شي او نور بندیزونه لرې کړای شي، دوی به يې ملاتړ وکړي.

په دغو مشرانو کې د ترکیې، تاجکستان او ازبکستان ولسمشران شامل دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وويل، د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته د وينا پرمهال له طالبانو وغوښتل چې ټولګډونه حکومت ته لاره حواره کړي او په افغانستان کې دې انساني حقونه پلي کړي.

دی وايي: ((په افغانستان کې زموږ بنسټيزه غوښتنه دا ده چې د طالبانو اداره ټولګډونه حکومت ته لاره حواره کړي چې د ټولنې ټول وګړي په کې ځان وويني، او انساني حقونه په پام کې ونيسی، نړۍوالې ټولنې ته هم په کار ده چې د افغانستان خلک يوازې پرېنږدي، ترکیه به د افغانستان د خلکو سره ولاړه وي.))

دغه راز د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان دغې سرمشریزې ته د وينا پرمهال په افغانستان کې د ټيکاو او اقتصادي ودې پر ټينګښت ټينګار وکړ او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې د دغه هېواد په ختيځ کې زلزله ځپلو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

دی وايي: ((تاجکستان په ګاونډي هېواد افغانستان کې د سولې د ټينګښت، بشپړ امنيت او د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ څخه ملاتړ کوو.او له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي، په ځانګړي توګه زلزله ځپلو سره او وچکالۍ څخه زیانمن شويو افغانانو سره.))

دغه راز د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضيايف هم وويل چې په افغانستان کې سوله او ټيکاو د د سیمې د سولې او ټيکاو لپاره اړین دي.

هغه د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې ټينګار وکړ: ((نړیواله ټولنه باید پرې نږدي چې افغانستان منزوي شي، په افغانستان کې سوله او ټيکاو د سیمې لپاره ډېر اړین دي.))