
کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې په تېرو نهو میاشتو کې په ایران کې له زرو ډېر کسان اعدام شوي دي.
د دغه سازمان د اټکل له مخې؛ په دغه موده کې هره ورځ نهه کسان اعدام شوي.
یاد سازمان پرون سه شنبه په خپل یوه راپور کې زیاته کړې، چې د ایران حکومت د سیاسي موخو او په ټولنه کې د وېرې خپرولو لپاره له اعدامونو کار اخلي.
یاد سازمان دارنګه د بشري حقونو شورا له حقیقت موندنې کمیټې وغوښتل، چې دغه اعدامونه د «بشریت ضد جنایت» په توګه وڅېړي.










