خبرونهنړۍ

په غزه کې د سولې د ټینګښت لپاره اندونیزیا له ۲۰ زرو زیات پوځیان لېږلو وړاندیز وکړ

کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال 

اندونیزیا په غزه کې د سولې د ټینګښت لپاره له ۲۰ زرو زیاتو سوله ساتو ځواکونو د لېږلو اعلان وکړ. 

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په وینا کې د اندونیزیا ولسمشر پرابوو سوبیانتو (Prabowo Subianto) ویلي، چې اندونیزیا د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په برخه کې یو له تر ټولو زیاتو مرستندویه هېوادونو څخه دی. 

هغه وویل، که د ملګرو ملتونو امنیت شورا یا عمومي اسامبله پرېکړه وکړي، نو اندونیزیا د سولې د ټینګښت لپاره په غزه یا بل هر ځای کې د خپلو ۲۰ زرو یا له دې زیاتو سوله ساتو ځواکونو د لېږلو لپاره چمتو ده. 

د اندونیزیا ولسمشر زیاته کړه چې په هر حال کې باید یو خپلواک فلسطیني دولت جوړ شي، خو په ورته وخت کې د اسرائیلو لپاره هم د امنیت ضمانت وي، ترڅو په ریښتیا سره په دواړو هېوادونو کې سوله ترلاسه شي. 

له بلې خوا، تېره ورځ په امریکايي رسنیو کې رپوټ ورکړل شوی و چې امریکا غواړي عرب او مسلمان هېوادونه په غزه کې د پوځ لېږلو ته چمتو شي، ترڅو اسرائیل وکولای شي له دې سیمې ووځي. 

د یادونې وړده، چې امریکا غواړي چې عرب او مسلمان هېوادونه په فلسطین کې د واک د انتقال پروسې او بیارغونې د کارونو لپاره پیسې هم ورکړي.