
کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن د امریکا په وخت مازیګر ۴ نیمې بجې د پاکستان د لومړي وزیر سره لیدنه ترسره کړي.
د معلوماتو له مخې؛ دغه لیدنه به په سپینه مآنۍ کې ترسره شوي او اټکل کیږي، چې د پاکستان د پوځ مشر به هم په کې حضور ولري.
تمه کیږي، چې په دې لیدنه کې به دواړه لورې د نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړي.
د پاکستان رسنۍ وایي، د پاکستان او هندوستان جګړه، د کشمېر ستونزې او یو شمېر نور موضوعات به په دغه لیدنه کې بحث شي.










