افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د پولیو ضد ۷ ورځنی کمپاین پیل پیلیږي

کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا رئیس وایي، د راتلوونکې شنبې په ورځ د ننګرهار په ۱۷ او د نوروستان په ۴ ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کیږي، چې په ترڅ کې به ۴۲۵ زره ماشومانوته واکسین تطبیق شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې؛ تازه زیږیدلو ماشومانو ته به د خولې څاڅکو پرمټ او له ۴ میاشتو څخه تر ۵ کلنۍ پورې عمر لرونکو ته به د خولې څاڅکو ترڅنګ د نوې زرقي الې پرمټ هم واکسین ترسره شي.

دغه لوړ پوړي طالب له کورنیو غوښتي، چې خپل ماشومان د ټاکل شويو ټیمونو ځایونو ته د واکسین لپاره یوسي، څو ماشومان یې له دایمي فلج څخه وژغورل شي.

مسوولینو دغه راز له خلکو غوښتنه وکړه، چې د دې بهیر په ترڅ کې دې له ګرځنده ټیمونو سره پوره همکاري وکړي، څو هېواد له پولیو ویروسه خلاص شي.