افغانستانخبرونه

طالبان د لوی پامیر اوسېدونکو ته ښارګوټی جوړوي

کابل ټیلیګراف د تلې  ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

‏د طالبانو ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د لوی پامیر سړک تر رغېدو وروسته به د یادې سیمې قرغیز اوسېدونکو ته ښارګوټی هم جوړ کړي.

د پامیر اوسېدونکي وایي، د سړک او ښارګوټي په جوړېدو سره به یې ډېر ستونزې حل شي.

دا لومړی ځل دی چې، حکومت د پامیر اوسېدونکو د راټولېدو او یو ځای ژوند کولو برخه کې اقدام کوي.

لوی پامیر د هېواد له لرې پرتو او تر ټولو لوړه سیمه ده.

د مالوماتو له مخې دا مهال د یادې سیمې اوسېدونکي تر ټولو سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د افغانستان په شمال ختیځ کې د واخان ولسوالي د هېواد یوه هېره شوې سیمه ګڼل کېږي. د واخان ولسوالۍ د کوچني او لوي پامیر سیمې د بدخشان ترټولو لیرې پرتې سیمې دي.