خبرونهسينمانړۍ

هند کې د فلمي ستوري په غونډه کې ۳۹ تنه مړه او ۵۱ژوبل شوي

کابل ټیلیګراف د تلې  ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

‏هندي چارواکو ویلي، چې په تامل نادو ایالت کې د فلمي ستوري او سیاستوال ویجای په غونډه کې د خلکو د بې نظمۍ له امله د ښځو په ګډون ۳۹ تنه مړه او ۵۱ نور ژوبل شوي دي.

دا پېښه پرون (شنبه د سپتمبر ۲۷) را منځته شوې ده.

د رسنیو د مالوماتو له مخې په مړوکې ۱۳ نارینه، ۱۷ ښځې، ۴ هلکان او ۵ نجونې شاملې دي.

د ایالتي اسمبلۍ یوه غړي سنټل بالاچي رسنیو ته ویلي چې، په ټولیز ډول د پېښې له ځایه ۵۸ کسان روغتون ته لېږول شوي او ټپیان تر جدي درملنې لاندې دي.

نریندرا مودي هم پر دې پېښې ژوره خواشیني ښودلې ده.

ویجای چې له درې لسیزو راهیسې د تامل سینما یو له مشهورو او بریالیو ستورو ګڼل کېږي د ۲۰۲۴ کال راهیسې د خپل سیاسي ګوند په نوم د عامه غونډو کوربه دی.

نوموړی د ۲۰۲۶م کال د ټاکنو لپاره کمپاين کوي.

هغه د واکمن ګوند DMK او هم د لومړي وزیر نریندرا مودي ګوند BJP  پر وړاندې سیاسي ننګوونکی بلل کېږي.