
کابل ټیلیګراف – ۷ تله ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینې وایي چې د طالبانو ځېنې ویاندویان یوازې انجونو ته ژر او پر وخت اطلاعات ورکوي، او ځینې ان له رسمي ادرسونو تر خپرېدو مخکې هم ورسره اعلامیې شریکوي خو هلکانو ته په اونیو اونیو هم ځواب نه ورکوي.
یوه خبریال د نوم په نه ښودلو سره کابل ټیلیګراف ته وویل چې د طالبانو ځینې ویاندویان په مطلق ډول په وار وار پیغامونو سره سره هلکانو سره معلومات نه شریکوي.
دی وایي چې څو ځلې ورته دا تجربه شوې ده او کله یې چې معلومات پکار وي نو له خپلې یوې همکارې غواړي چې دغه معلومات ورته ترلاسه کړي.
یوه بله سرچینه بیا وایي چې په ځینو مواردو کې یې داسې پېښې هم لیدلي دي چې اعلامیه د وزارتونو له رسمي ادارسونو نه وي خپره شوې خو د دوی له همکارانو سره په د شخصي واټس اپ له لارې مخکې له مخکې شریکه شوې وي.
دی وایي چې د طالبانو ویاندویان پر دغه ډول کړنو غواړي خپل ځان لپاره د اخلاقي فساد زمینه برابره کړي.
هغه زیاتوي: «زما یو راپور و، یوه میاشت د یوه وزارت ځواب ته په تمه وم، ځواب یې نه راکوه، ډېر زنګونه او مسجونه مې وکړ، بلاخره مې یې بلې خبریالې ته وویل هغې راته په څوو دقیقو کې هغه ځوابونه ترلاسه کړل.»
په کابل کې د یوې محلي راډیو خبریاله هم بیا وایي چې په وار وار داسې شوي دي چې په غیرسمیاتو وخت کې ځینو ویاندویان ورته پیغامونه کړي دي او غوښتنه یې ترې کړې چې ورسره ملګرتیا وکړي.
هغه هم مني چې کله کله د ځینو ویاندویانو له لوري ورسره مخکې له مخکې معلومات او اطلاعات شریک کیږي.










