
کابل ټیلیګراف د تلې ۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د اګست د ۳۱مې له زلزلې یوه میاشت وروسته، چې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه یې وځپل، تر اوسه تر ۷۷ زره ډېرې کورنۍ چې ۵ سوه زره کسان کیږي، لا هم د دې ناورین له ویجاړوونکو اغېزو سره لاس او ګرېوان دي.
د یونیسف د احصائیو له مخې، په دې زلزله کې لږ تر لږه ۱۹۹۲ تنه وژل شوي چې ۵۲ سلنه یې ښځې او نجونې دي.
همداراز له ۳۶۰۰ زیات کسان ټپیان شوي چې له نیمایي ډېر یې ښځې او نجونې دي.
دې زلزلې تر ۸۵۰۰ ډېر کورونه وران کړي یا یې زیانمن کړي دي او لږ تر لږه ۷۶۰۰ کورنۍ یې اړ کړي چې په خېمو او په سختو موسمي حالاتو کښې کې ژوند وکړي.
ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو حاصلاتو د ژغورنې او د څارويو د ساتنې لپاره خپلو کليو ته بېرته ستانه شوي دي.
د زلزله ځپلو سیمو په بنسټیزو خدمتونو کې وضعیت اندېښمنوونکی بلل شوی دی.










