د ملګرو ملتونو سرمنشي، په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر پر مشر اسماعیل هنیه او د بېروت په شمال کې وروستي هوایي بریدونه ګواښوونکې پېښې بللې دي.
ایران تېره ورځ خبر ورکړ چې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه او یو ساتونکی یې په تهران کې په یو برید کې وژل شوي. ایران د برید او د برید د ځای په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
هنیه د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره تللی و.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش د تهران او بیروت بریدونه ګواښوونکې پېښې بللې دي.
د راپورونو له مخې، اسرائيلو د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې هوايي ځواکونو یې د لبنان د پلازمېنې بېروت کې د حزبالله یو قوماندان په نښه کړی.
د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې د انتونیو ګوترېش په حواله راغلي چې دا مهال باید په ټوله غزه کې د اوربند، اسراییلي یرغمل شوو د خوشې کولو او د غزې اوسېدونکو لپاره د بشري مرستو په برخه کې هڅې وکړي.