د امریکا دفاع وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې متحده ایالات غواړي په منځني ختیځ کې خپل دفاعي ځواکونه د امریکایي ځواکونو د ساتنې او د اسراییلو د دفاع لپاره زیات کړي.
سابرینا سینګ، د امریکا دفاع وزارت مرستیالې ویاندې وویل: “لوید آستین، د متحده ایالاتو دفاع وزیر په شخصي توګه د امریکایي ځواکونو د ملاتړ لپاره په ټوله سیمه کې بېلابېل اقدامات رهبري کوي، د اسراییلو د دفاع لپاره زیات ملاتړ وړاندې کوي او ډاډ ورکوي چې متحده ایالات د دې بدلون په وړاندې ځواب ویلو ته چمتو دي.”
همدارنګه رویټرز د پینټاګون په حواله اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو پوځ به په منځني ختیځ کې نورې جنګي الوتکې او جنګي کښتۍ ځای پر ځای کړي.