خبرونهنړۍ

د اسلام اباد پولیسو علي‌وزیر یو ځل بیا نیولی

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پېژندل شوی غړی او د دغه هېواد په قامي ‌اسمبلۍ کې د سویلي وزیرستان د خلکو مخکینی استازی علي‌وزیر یو ځل بیا نیولی دی.

پر خواله رسنیو یوه ډېره لاس په لاس شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې پولیس هغه موټر ته خېژوي او له ځان سره یې بیايي.‌

علي وزیر په دې ویډیو کې په اردو ژبه وايي چې له یوې ترافیکي پېښې وروسته یې څوک پېمز روغتون ته وړي خو پولیس یې اوس په زور له ځانه سره بايي.

دا لا مالومه نه ده چې دغه ترافیکي پېښه څه وخت او چا کړې ده.

د اسلام اباد پولیسو تر اوسه د علي‌وزیر د نیول کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینو غړو هم پر خپله ټولنیزو پاڼو د علي وزیر په نیول کېدو خواشیني ښودلې ده.

د علي‌وزیر د نیول کېدو لامل لا مالوم نه دی، خو نوموړی داسې مهال نیول کېږي‌ چې پي‌ټي‌‌ایم د را روان اکتوبر پر یوولسمه له ډیورنډ کرښې هاخوا د پرتو پښتنو ولسونو د یوې لویې قامي جرګې د رابللو اعلان کړی دی.

د یادونې ده چې علي وزیر مخکې هم څو ځله نیول شوی او یو ځل یې تر دوو کلونو ډېره موده بند هم تېر کړی دی.