خبرونهسیمهنړۍ

د حزب الله ډلې بې پيلوټه بريد کې دوه اسرائيلي پوځيان وژل شوي

عربي رسنيو خبر ورکړی چې د لبنان د حزب الله غورځنګ وسله والې ډلې د یوې بې پيلوټه الوتکې په برید کې چې پر اسرائيلي ځواکونو ترسره شوی، دوه اسرائيلي پوځيان وژل شوي دي.

اسرائیلي ځواکونو په يو بیان کې تاييد کړې چې بريد په يو کلي کې شوی چې له امله يې سيمه کې اور لګېدلی او مالي زيانونه يې هم اړولي دي.

د حزب الله وسله والې ډلې ويلي دا برید يې د حماس غورځنګ د سیاسي مشر اسماعيل هینه د وژل کېدو په غبرګون کې کړی دی. نوموړی څو ورځې وړاندې په ایران کې وژل شو او ويل کېږي دا برید د اسرائیلو د استخباراتو لخوا ترسره شوی دی.

د دغې ډلې د معلوماتو له مخې، برید د اسرائیلي ځواکونو په یو بیز باندې شوی چې یو شمېر پوځيان په کې وژل شوي او ګڼې جنګي وسایل هم له منځه تللي دي.

بلخوا د دغه برید په ځواب کې اسرائیلی ځواکونو د لبنان په خاوره کې يو کلی د بې پيلوټه برید ښکار ګرځولی چې له امله ې دوه کسان وژل شوي دي، د وژل شويو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.